افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې د هېواد په کچه د والیبال «خزاني جام» سیالۍ پیل شوې

د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت او د والیبال فدراسیون په نوښت د «خزاني جام» تر نامه لاندې د هېواد په کچه د والیبال سیالۍ په رسمي ډول د محمد آغه ولسوالۍ په ورزشي جمنازیم کې پیل شوې.

په دغو سیالیو کې به د هېواد د بېلابېلو ولایتونو لوبډلې ګډون کوي، چې موخه یې د والیبال ورزش ته وده ورکول، د ولایتونو ترمنځ ورزشي همکارۍ پیاوړې کول او د څو میاشتو د فصل په جریان کې د استعدادونو پېژندنه ده.

د بدني روزنې او ورزش آمر انجنیر مزمل نعیم زي مهال راډیو ته وویل، د دې تورنمنټ له لارې به هغه لوبغاړي او لوبډلې وپېژندل شي چې د ملي کچې په سیالیو کې د ګډون وړتیا لري.

 د هغه په وینا، سیالۍ څه کم دوه میاشتې دوام کوي او د لوګر ترڅنګ د نورو ولایتونو مخکښ ټیمونه به په کې برخه ولري.

د سیالیو لومړۍ لوبه کې د «سهیل ملنګیار» لوبډلې د «لوګر ځوانانو» لوبډلې ته په درې د یوې پایلې بریا خپله کړه.

 مسؤلین وايي، چې د هرې ورځې سیالۍ به د اړوندو ولایتونو په کچه د خلکو د پراخ ګډون او لېوالتیا سره ترسره کېږي.

د ورزش او بدني روزنې مسؤولین زیاتوي، د دې تورنمنټ د لومړي، دویم او درېیم مقام ګټونکو لپاره نغدي جایزې او تقدیرلیکونه په پام کې نیول شوي دي، ترڅو د لوبغاړو هڅونه زیاته شي او د راتلونکو سیالیو لپاره نور قوي ټیمونه رامنځته شي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button