افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې د لس میلیونه افغانیو په لګښت یو جومات ګټې اخېستنې ته وسپارل شو

د لوګر ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې ددغه ولایت مرکز پل‌علم ښار اړوند د کلنگار  سیمه کې یو جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د لوګر دوالي ویاند صدیق احمد صدیقي مهال راډيو ته  وویل، دغه جومات په دوو پوړونو کې جوړ شوی او د ضروري اسانتیاوو لکه وضوخانه، د ښوونځي لپاره تعلیمي خونې او منظم فضا برخې لري.

هغه وویل، دا جومات د ولسي وګړو په مرسته د شاوخوا لس میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی چې د زر لمونځ کوونکو ظرفیت لري.

بلخوا د یاد جومات پرانېست غونډې ته د لوګر ولایت مرستیال والي مولوي محمدانور «دین‌پرور» وویل، جوماتونه یوازې د عبادت ځای نه دي، بلکې د روزنې، یووالي او د اسلامي امت د بیدارۍ مرکزونه دي.

هغه وویل، د دې جومات جوړول د خلکو د مسؤلیت‌پذیرۍ او د دین‌دوستۍ ښکارندویي کوي او مونږ دداسې ولس کلک ملاتړي یو.

همدارنګه، علماو او د سیمې مشرانو د جوماتونو جوړول د غوره خیري اعمالو څخه وبلل او له ټولو کسانو چې په دې دیني ودانۍ کې برخه اخیستې وه مننه او ستاینه یې وکړه.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button