افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې د اوبو یو سربند ګټې اخېستنې ته وسپارل شو

د لوګر ولایت د اوبو او انرژۍ ریاست مسؤلین وایي چې په بره کي برک ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (FAO) له لوري د اوبو یو سربند جوړ او نن رسماً ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د لوګر ولایت مرستیال والي، سیمه‌ییز چارواکي او قومي مشران ګډون کړی وو.

د لوګر ولایت د اوبو او انرژۍ رئیس، ملا محمد اسماعیل «اخندازاده»، وویل، دا سربند د بره کي برک ولسوالۍ په «یحیی» کلي کې د تېرو شپږو میاشتو په ترڅ کې د شاوخوا ۸۸ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړ شوی او ګټې اخېستنې ته سپارل شوی دی.

د اخندازده په وینا، د سربند له بشپړېدو سره سم  د یحیی سیمې د اوسېدونکو ډېری ستونزې هوارې شوې او شاوخوا ۱۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه ته اوبه برابرې شوې دي.

همدارنګه د لوګر ولایت مرستیال والي، مولوي محمد انور «دین‌پرور»، وویل،
اسلامي امارت د خلکو د معیشت او زراعت د ښه‌والي لپاره ژمن دی.

نوموړی زیاتوي، دا ډول پروژې د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا او بزګرانو د خپلواکۍ رامنځته کولو په برخه کې مهمې دي.

دین پرور وایي، موږ له ټولو اړونده ادارو او نړیوالو بنسټونو غوښتنه کوو چې د لوګر ولایت د بزګرانو ستونزو ته رسیده‌ګي وکړي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button