
افغانستان خبرونهلوګر
لوګر کې یو ماشوم د انسانتښتوونکو له منګلو ازاد شو
د لوګر ولایت په مربوطاتو کې د ځانګړو پولیسو د عملیاتو پر مهال د انسانتښتوونکو درې کسیزه ډله نیول شوې او یو تښتول شوی ماشوم ژغورل شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو ستر معینیت اړوند د شرطي ځانګړو ځواکونو لویې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، د «۳۳۳» ملي عملیاتي قطعې ځواکونو دغه عملیات د جماديالاول میاشتې پر درېیمه، د پنجشنبې په ورځ، د ۱۴۴۸ هجري قمري کال په لړ کې ترسره کړي دي.
سرچینه زیاتوي، د عملیاتو پر مهال د انسانتښتوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې چې په پایله کې یې د انسانتښتوونکو دوه تنه ټپیان شوي دي.
د یادې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، ژغورل شوی ماشوم میرویس نومېږي، د حاجي الله محمد زوی دی او د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ د دهنو کلي اوسېدونکی دی.



