
مهال راډیو لوګر کې د «ښوونځي غږ» په نوم دوه زره زد کوونکو ته د لیک لوست پروګرام پیل کړ
لوګر ولایت کې د مهال راډیو له لوري په جوړه شوې غونډه کې د مهال راډیو مشرتابه خان ولي احمدزي، د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي فیضالله جوهري، دیني عالم مفتي وحیدالله وهاج، د اطلاعاتو او کلتور ریاست د نشراتو آمر حمیدالله صدیقي، لسګونه دیني عالمان، قومي مشران، ځوانان او د مهال راډیو کارکوونکو ګډون کړی و.
غونډې ته د مهال راډیو مسوول خان ولي احمدزي وویل چې مهال راډیو د لوګر، میدان وردګ، پکتیا او د کابل ځینو ولسوالیو شاوخوا دوه زره زدهکوونکو ته د «ښوونځي غږ» په نوم د زدهکړو نوی فصل پرانیستی دی.
احمدزي زیاته کړه چې په یاد پروګرام کې به د ښارونو، ولسواليو او لرو پرتو کلیو زرګونه زدهکوونکي د قرآن کریم تجوید، اسانه پښتو، اسانه دري او اسانه انګلیسي زدهکړه کوي.
نوموړي همدارنګه د لوګر ولایت له اطلاعاتو او کلتور ریاست، علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو څخه مننه وکړه چې تل یې د مهال راډیو هر اړخیز ملاتړ کړی دی.
په همدې غونډه کې د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي فیضالله جوهري د مهال راډیو له لوري د زدهکوونکو لپاره د «ښوونځي غږ» پروګرام پیل وستایه او د لوګر له ولسونو یې غوښتنه وکړه چې د همدې رسنۍ له لارې خپلو ماشومانو او ځوانانو ته د لیک لوست زمینه برابره کړي.

جوهري همدارنګه په لوګر کې د مهال راډیو روانو فعالیتونو ستاینه وکړه او واورېدونکو ته یې وویل چې د دې رسنۍ له ګټورو خپرونو ګټه واخلي.
بلخوا د مهال راډیو د «اسلام او ژوند» دیني خپرونې مسؤل او د لوګر ولایت دیني عالم مفتي وحیدالله وهاج وویل چې د لوګر او ګاونډیو ولایتونو اوسېدونکو لپاره د زدهکړې یو غوره فرصت رامنځته شوی دی. نوموړي پر والدینو غږ وکړ چې د خپلو ماشومانو د سالمې روزنې په برخه کې خپل مسؤلیت ادا کړي.\

همدارنګه د مهال راډیو د «انوارالقرآن» خپرونې مسؤل قاري مسعود پوپلزی وویل چې مهال راډیو په لوګر کې یوازینۍ رسنۍ ده چې اسلامي، خبري، دیني، سیاسي، ټولنیزې او بېلابېلې تعلیمي خپرونې لري.
د هغه په وینا، یوازې د «انوارالقرآن» خپرونه کې تر ۳۰۰ زیات قاري صاحبان د تجوید په زدهکړو بوخت دي، چې له دې ډلې څخه ۷۰ تنه قاریان د خپلو والدینو په حضور کې د مهال راډیو له لوري وستایل شول.
غونډه د مهال راډیو د مشرتابه له لوري د کارکوونکو او د لوګر ولایت د ۷۰ قاریانو په درناوي، ډالیو او ستاینلیکونو په وېشلو پای ته ورسېده.



