افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې ۱۹۰ د موسیقۍ الې او نشه يي توکي وسوځول شول

د لوګر ولایت د امر بالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو ریاست مسوولین وایي، چې د روان ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې راټول شوي ۱۹۰ قلمه د منکراتو بېلابېل وسایل او ۱۸ ګرامه نشه‌يي توکي د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې له منځه یوړل شول.

د یاد ریاست مرستیال، مولوي عبدالرحمن رحماني، د دغو مراسمو پر مهال وویل، چې یاد توکي د محتسبینو د دوامدارو او پرله‌پسې هڅو په پایله کې راټول شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د منکراتو پر وړاندې مبارزه د اسلامي ارزښتونو د ساتنې په موخه په جدي ډول روانه ده او په دې برخه کې به هڅې لا پسې پراخې شي.
مولوي رحماني له خلکو وغوښتل، چې د خوښیو، ودونو او نورو ټولنیزو مراسمو پر مهال د ساز، سرود او غیرشرعي موسیقۍ له کارولو ډډه وکړي او خپلې غونډې د اسلامي اصولو او ملي ارزښتونو سره سمې تنظیم کړي.

د یادونې وړ ده، چې د لوګر ولایت د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر ریاست له لوري تر دې وړاندې هم لسګونه قلمه د موسیقۍ وسایل راټول او له منځه وړل شوي دي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button