
لوګر کې د منکراتو ۱۳۹ قلمه وسایل له منځه وړل شوي
د لوګر ولایت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست مسؤولین وایي، چې د روان ۱۴۰۵ لمریز کال په تېرو پنځو میاشتو کې یې ۱۳۹ قلمه بېلابېل وسایل راټول او د یو شمېر مسؤولینو په حضور کې یې له منځه وړي دي.
د یاد ریاست د مطبوعاتو مسؤول، مولوي اکرامالله عزیر مهال راډيو ته وویل، چې یاد توکي د محتسبینو د دوامدارو هڅو او د خلکو د همکارۍ په پایله کې راټول شوي دي.
د نوموړي په خبره، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست محتسبین په بېلابېلو سیمو کې د ټولنیزو مراسمو او نورو غونډو د څارنې پر مهال هغه وسایل راټولوي چې د دوی په وینا، د اسلامي ارزښتونو او شرعي احکامو خلاف ترې استفاده کېږي.
عزیر له خلکو غوښتنه کړې، چې د خوښیو، ودونو او نورو ټولنیزو مراسمو پر مهال له ساز، سرود او غیرشرعي موسیقۍ څخه ډډه وکړي او خپلې غونډې د اسلامي ارزښتونو په پام کې نیولو سره تنظیم کړي.
نوموړي همداراز د خلکو همکاري د یادو وسایلو د راټولولو په برخه کې مهمه بللې او له ولس څخه یې غوښتي، چې د اسلامي ارزښتونو د مراعاتولو په برخه کې له اړوندو مسؤولینو سره همکاري وکړي.
د لوګر د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست مسؤولین وایي، چې دا لومړی ځل نه دی چې په دغه ولایت کې ورته وسایل راټولېږي او له منځه وړل کېږي؛ بلکې تر دې وړاندې هم د دوی له لوري د بېلابېلو مواردو په تړاو ورته اقدامات ترسره شوي دي.



