
لوګر کې دوه نوي مخابراتي سایټونه پرانېستل شول
د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست وایي د روشن مخابراتي شرکت دوه نوي مخابراتي سایټونه د محمدآغې ولسوالۍ په میرزاخېلو چارکوټي او د برکيبرک ولسوالۍ په پادخواب روغني سیمو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
لوګر ولایت د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ ریاست رئیس مولوي مطیع الله عابد مهال راډيو ته وویل، د یادو سایټونو له فعالېدو سره زرګونه اوسېدونکي د روشن شرکت له معیاري مخابراتي او انټرنېټي خدماتو څخه برخمن شوي دي، هغه خدمات چې پخوا ورته لاسرسی نه و.
عابد همدارنګه زیاته کړه چې دغه سایټونه د روشن مخابراتي شرکت له لوري په بشپړ مالي لګښت جوړ شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، د دې سایټونو په فعالېدو سره د یادو سیمو اوسېدونکي، چې له مخابراتي او انټرنېټي خدماتو بېبرخې وو، اوس باکیفیته اړیکو ته لاسرسی لري، چې دا چاره د خلکو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کېدو ترڅنګ، د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره هم مهمه بلل کېږي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د لوګر ولایت د مرکز پلعلم او یو شمېر ولسوالیو کې د بېلابېلو مخابراتي شرکتونو د څو نورو سایټونو له فعالېدو سره زرګونه اوسېدونکي د مخابراتي خدماتو څخه برخمن شوي دي.



