افغانستان خبرونهلوګر

لوګر ټرانسپورت ادارې ۱۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي

د لوګر ولایت د ترانسپورت مدیریت وایي، چې د روان ۱۴۰۴ لمریز کال له پیل څخه تر دې دمه د ځمکني ترانسپورت د تنظیم له لارې ۱۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي عواید د حکومت خزانې ته سپارل شوي دي.

د دغه ولایت د ترانسپورت مدیریت مسؤل قاري محمد هارون ستانکزي پل علم کې خبریالانو ته وویل، چې دغه عواید د لويو او واړو موټرو له ترانسپورتي بندرونو، تم‌ځایونو او نورو اړوندو برخو څخه ترلاسه شوي دي.

نوموړي د لوګر له اوسېدونکو وغوښتل، چې د ترانسپورت له مسؤلینو سره همکاري وکړي، خپل وسایط په قانوني ډول وچلوي او له بې‌نظمۍ ډډه وکړي.

بل‌خوا، د ټکسي او بار وړونکو وسایطو چلوونکو د ترانسپورت له ادارې غوښتنه کوي چې د یادو عوایدو په بدل کې د ټرانسپورت اداره موټر چلوونکو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

د یادونې وړ ده، چې په تېر ۱۴۰۳ لمریز کال کې د لوګر د ترانسپورت مدیریت له لوري شاوخوا ۱۱ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي وو.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button