
لوګر کې درې ټولګټې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
د لوګر د ټولګټو چارو ریاست مسؤولین وايي، چې د دغه ولایت په مرکز پل علم کې د ټولګټو چارو وزارت له پراختیايي بودجې تمویلې شوې درې پروژې نن په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د پروژو د پرانیستې په مراسمو کې د ټولګټو چارو رئیس مولوي جنت ګل سراج وویل، چې په یادو پروژو کې د لوګر ـ ګردېز لويې لارې د ګارډریلونو جوړول، د ترافیکي نښو نصب او د التمور لوړ تناژ تلې لپاره د ۱۵۰ مترو په اوږدوالي کانکریټي سړک جوړول شامل دي.
د سراج په وینا، پر دغو پروژو ټولټال ۹.۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او دغه لګښت د ټولګټو چارو وزارت له لوري برابر شوی دی.
دغه راز، د لوګر مرستیال والي مولوي محمد انور دینپرور په مراسمو کې وویل، چې د اسلامي ارشاداتو پر بنسټ د هېواد د آبادۍ او پرمختګ لپاره شپه او ورځ هڅې روانې دي. نوموړي له ولسه وغوښتل، چې د پراختیایي پروژو د عملي کېدو په برخه کې له دولتي ادارو او نړیوالو بنسټونو سره همکاري وکړي.



