افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې د خپلمنځي شخړې له امله یو کس وژل شوی

د لوګر ولایت امنیه قومندانۍ مسؤولین وایي چې تېره شپه د مرکز پل علم ښار اړوند د سروکلا په سیمه کې د خپلمنځي شخړې له امله یو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د لوګر امنیه قومندانۍ ویاند، مولوي احمدالله انس، مهال راډیو ته وویل چې په یاده پېښه کې رحمت‌الله نومی کس لومړی ټپي شوی او وروسته د ژورو ټپونو له امله روغتون ته د انتقال پر مهال ساه ورکړې ده.

نوموړي زیاته کړه چې یاده پېښه جنايي بڼه لري او د خپلمنځي ستونزو له امله رامنځته شوې ده.

د امنیه قومندانۍ د معلوماتو له مخې، د یادې پېښې عامل د لوګر ولایت امنیه قومندانۍ د دوهمې امنيتي حوزې د پولیسو له لوري نیول شوی او د پېښې په تړاو ژورې پلټنې روانې دي.

د امنیه قومندانۍ ویاند ډاډ ورکړ چې د څېړنو تر بشپړېدو وروسته به د پېښې عامل عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button