
لوګر کې ۱۴ میرمنې له کورني تاوتریخوالي ژغورل شوي
د لوګر ولایت د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر ریاست وایي، د دغه ریاست د محتسبینو د هڅو په پایله کې په تېرو دوو اونیو کې ۱۴ مېرمنې چې د کورني تاوتریخوالي قربانیانې وې، له تاوتریخوالي ژغورل شوې او شرعي حقوق یې بېرته ور وسپارل شول.
ددغه ولایت د والي ویاند صدیق احمد صدیقي مهال راډيو ته وویل، په دغو قضیو کې یوه داسې مېرمنه هم شامله ده چې له تېرو ۵۰ کلونو راهیسې د برکيبرک ولسوالۍ په یوه کور کې د سخت کورني بند او دوامدار تاوتریخوالي تر سیوري لاندې ژوند کاوه او له خپلو ټولو شرعي او انساني حقونو بېبرخې وه.
نوموړي همدارنګه زیاته کړه، د محتسبینو د پرلپسې هڅو په پایله کې نوموړې مېرمنه له یاد حالت څخه خلاصه او خپل عزت، حیثیت او شرعي حقوق یې بېرته ترلاسه کړل.
صدیقي زیاتوي، د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر ریاست محتسبینو د درې جبري نکاحو مخه هم نیولې ده، چې له دې ډلې دوه یې د لوګر ولایت په مرکز پلعلم او یوه یې د ازرې ولسوالۍ کې د ترسره کېدو په حال کې وې. یاد ریاست وایي، جبري نکاح د شریعت، نافذه قوانینو او ټولنیزو ارزښتونو خلاف عمل دی.



