نړۍ

پر وېنزویلا د امریکا برید؛ امنیت شورا سبا بېړنۍ غونډه جوړوي

رسنیو راپور ورکړی چې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا پر وېنزویلا د امریکا متحده ایالاتونو د برید په اړه بېړنۍ غونډه وکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ پرون ویلي وو چې امریکایي ځواکونه پر وېنزویلا له نظامي بریدونو وروسته د دغه هېواد ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه مېرمن نیولي او له هېواده یې ایستلي دي.

د راپورونو له مخې، د شنبې په ورځ لږ تر لږه د اوو چاودنو او په ټیټه ارتفاع د الوتکو غږونه د وېنزویلا په پلازمېنه کاراکاس کې اورېدل شوي وو.

رویټرز راپور ورکړی چې د امریکا دغه اقدام د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش له لوري د «یو خطرناک دود رامنځته کول» بلل شوی او سبا (دوشنبه، د مرغومي ۱۵مه) به په دې اړه اضطراري غونډه جوړه شي.

د ډیپلوماټانو په وینا، د دې غونډې جوړېدو غوښتنه د کولمبیا او د روسیې او چین په ملاتړ د ۱۵ غړو هېوادونو له لوري امنیت شورا ته وړاندې شوې ده.

امنیت شورا د تېر کال د اکټوبر او ډسمبر میاشتو کې هم د امریکا او وېنزویلا ترمنځ د کړکېچونو زیاتېدو په اړه دوه غونډې ترسره کړې وې.

ډونالد ترمپ پرون (شنبه) اعلان وکړ چې واشنګټن به د وېنزویلا اداره «تر هغه وخته چې یو خوندي، مناسب او سنجول شوی انتقالي بهیر برابر شي» په لاس کې ولري.

 

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button