Uncategorizedافغانستان خبرونهلوګر

د لوګر څرخ ولسوالي کې په ۱۴۳زره ډالرو د اوبو سربند جوړ شوی

د لوګر د اوبو او انرژۍ ریاست مسوولان وایي چې د څرخ ولسوالي اړوند د «بني غجرک» په سیمه کې د کهشان د اوبو سربند پروژه چې د څه باندې ۱۴۰زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړه شوې ده چې نن چهارشنبه، په رسمي توګه پرانېستل شوی دی.

د لوګر د اوبو او انرژۍ رییس مولوي محمداسماعیل «اخندزاده» د پروژې د پرانیستې په موخه جوړې شوې غونډې ته وویل چې دغه سربند د ملګروملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (FAO)  په مالي ملاتړ د ۱۴۳زره امریکايي ډالرو په لګښت د شپږو میاشتو په موده کې بشپړ او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې دا سربند به له دې وروسته د څه باندې ۳۰۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا ولري او د سیمې د کرنیزو چارو د پیاوړتیا، د اوبو د ښه مدیریت او د خلکو د اقتصادي وضعیت د ښه‌کېدو په برخه کې به مهم رول ولوبوي.

د هغه په وینا، په دې پروژه کې د ۱۴ مترو په اوږدوالي سربند، دوه کانالونه او نورې اړینې تخنیکي برخې شاملې دي او د پروژې د پلي‌کېدو پرمهال په مستقیم او غیرمستقیم ډول شاوخوا ۳۵۰ هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.

د یادې پروژې د ګټې‌اخیستنې په مراسمو کې د لوګر مرستیال والي الحاج مولوي محمدانور «دین‌پرور»، د څرخ ولسوال الحاج مولوي شیراحمد «حبیب»، د اوبو او انرژۍ رئیس، د قراردادي شرکت انجنیران او د سیمې اوسېدونکي ګډون درلود.

په ورته مهال، د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور «دین‌پرور» وویل چې دا ډول پراختیایي پروژې د اوبو د منظم مدیریت، کرنیز تولید د زیاتوالي او د سیمې د اقتصادي ودې لپاره ځانګړی اهمیت لري.

د سیمې قومي مشرانو هم د سربند له بشپړېدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې د دې پروژې په عملي کېدو سره به زرګونه جریبه ځمکه په منظم ډول خړوبه شي او زرګونه کورنۍ به ترې مستقیمه ګټه واخلي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button