
لوګر کې د فوټسال سیالۍ د «شپږ ستورو څرخ» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې
د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ کې د «خزاني جام» تر نامه لاندې د فوټسال سیالیو فاینل لوبه د «شپږستورو چرخ» لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېده.
د لوګرولایت د بدني روزنې او ورزش امریت امر انجنیر مزمل نعیم زي مهال راډیو ته وویل، یادې سیالۍ د لوګر ولایت د فوټسال کمېټې له لوري، د لوګر د المپیک، بدني روزنې او ورزش آمریت په همکارۍ، د جمشیدي ورزشي جمنازیوم کې د ۱۸ لوبډلو په ګډون تنظیم شوې وې، چې شاوخوا دوه میاشتې یې دوام وکړ.
هغه همدارنګمه زیاته کړه، د دغو سیالیو وروستۍ لوبه د «شپږستورو چرخ» او «نبرد چرخ» لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په یوه زړهراښکونکې او سیالیزه لوبه کې د شپږستورو چرخ لوبډلې وتوانېده د ۴–۲ په پایلې سره سیالي وګټي او د سیالیو اتلولي خپله کړي.
د سیالیو په پای کې د لوګر د المپیک، بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د اتلې لوبډلې ته کپ، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول، او همداراز غوره لوبغاړو ته هم ټاکل شوې جایزې ووېشل شوې.
د یادو سیالیو د جوړېدو موخه د ورزش کارانو یووالي، همغږۍ، پیاوړتیا، او همداراز په لوګر ولایت کې د فوټسال ورزش وده او پرمختګ بلل شوی دی.



