افغانستان خبرونهلوګر

وسلې سره بې احتیاطي، لوګر کې یوه نجلۍ وژل شوې او یو ځوان ټپي ده

د لوګر ولایت سیمه‌ییز چارواکي وایي، د دې ولایت په مرکز پل‌علم اړوند د دوشنبې سیمه کې د ټوپک د ناڅاپي ډزو په پېښه کې یوې څلور کلنې نجلۍ ژوند له لاسه ورکړی او یو ځوان سخت ټپي شوی دی.
د لوګرد امنیه قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس مهال راډیو ته وویل، ، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یو ځوان په بې‌احتیاطۍ سره له کلاشینکوف وسلې سره لاسوهنه کړې، چې له امله یې ناڅاپي ډزې شوې دي.
د نوموړي په وینا، په پېښه کې یوه څلور کلنه نجلۍ وژل شوې او یو ځوان سخت ټپي شوی دی.
هغه زیاتوي، ټپي کس نږدې روغتون ته لېږدول شوی او د روغتیايي حالت یې نازک ښودل شوی دی.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button