
لوګر کې د والیبال «خزان جام» سیالۍ د اتحاد ګرمآبې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت مسؤولین وایي، چې د دغه ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د ولایت په کچه د ۱۵ غوره لوبډلو ترمنځ د والیبال «خزان جام» سیالۍ ترسره شوې.
د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت امر، انجنیر مزمل نعیمزي، مهال راډیو ته وویل، دغه سیالۍ د لوګر ولایت د والیبال فدراسیون له لوري د المپیک، بدني روزنې او ورزش آمریت په همکارۍ تنظیم شوې وې، چې نږدې یوه نیمه میاشت یې دوام وکړ.
نوموړي زیاته کړه، د سیالیو وروستۍ لوبه د اتحاد ګرمآبې او د ځوانان شیخان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په کې د اتحاد ګرمآبې لوبډلې د ۳–۰ په پایلې سره بریا خپله کړه او د سیالیو اتلولي یې وګټله.
هغه همدارنګه وویل، د پایلوبې په مراسمو کې د لوګر ولایت د المپیک، بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري اتل ټیم ته کپ، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.
د یادو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ د یووالي او همدلي پیاوړتیا، د ورزشي روحیې وده او په ځانګړي ډول د څرخ ولسوالۍ کې د والیبال ورزش پراختیا بلل کېږي.



