
لوګر ولایت د کډوالو ښارګوټي تفصیلي پلان منظور شو
د لوګر ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې د کور او ښار جوړولو وزیر، مولوي نجیبالله «حقاني»، د لوګر ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي تفصیلي پلان په رسمي ډول منظور او لاسلیک کړ.
د لوګر ولایت د والي ویاند صدیق احمد صدیقي مهال راډیو ته وویل، دغه تفصیلي پلان پر «۸۲۵» جریبه دولتي ځمکه ډیزاین شوی، چې د منظمې ښاري پراختیا د اصولو له مخې پکې «۱۰۲۶» استوګنیزې نمرې شاملې دي.
هغه همدارنګه زیاته کړه، دا ښارګوټی به د راستنېدونکو مهاجرو د دایمي استوګنې د ستونزې د حل په موخه جوړ شي.
صدیقي وایي د منظور شوي پلان له مخې، ښارګوټی به بنسټیزې اسانتیاوې ولري، چې په کې منظمې استوګنیزې نمرې، داخلي سړکونه، شنې ساحې، او د جوماتونو، ښوونځیو، روغتیايي مرکزونو او نورو عامه خدمتونو لپاره ځانګړې شوې ساحې شاملې دي، تر څو مېشتېدونکو ته یو معیاري او مناسب ښاري چاپېریال برابر شي.
لوګر ولایت ته له ایران او پاکستان څخه تازه راستانه شوې کډوال هم خوښ دي چې د حکومت له لوري ورسره د سرپناه ځمکې مرسته کیږي، خو ټینګار کوي چې دغه پروسه دې په شفافه توګه عملي شي.



