افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې ۱۸ میله بېلابېلې وسلې نیول شوي

د لوګر ولایت امنیه قومندانۍ وایي، چې د امنیتي ځواکونو د بېلابېلو کشفي او ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۱۸ میله بېلابېلې وسلې نیول شوې دي.

د لوګر ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند، مولوي احمدالله انس مهال راډیو ته وویل، چې دغه وسلې د لوګر ولایت په مرکز پل علم او یو شمېر ولسوالیو کې د جلا جلا عملیاتو پر مهال تر لاسه شوې دي.

د نوموړي په وینا، په نیول شوو وسلو کې نهه (۹) میله تومانچې، درې (۳) میله کلاشینکوفونه، څلور (۴) میله بادي توپکونه او دوه (۲) میله یولس‌ډزي وسلې شاملې دي.

انس زیاته کړه، چې د یادو وسلو په تړاو یو شمېر کسان هم نیول شوي، چې له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

نوموړي همدارنګه ډاډ څرګند کړی، چې د جنایي جرمونو د مخنیوي، د ناقانونه وسلو د راټولولو او د ولسي امنیت د ټینګښت په موخه به خپلې امنیتي هڅې لا پسې پراخې او چټکې کړي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button