
لوګر ازرې ولسوالۍ کې په ۲۳ میلیونه افغانیو یو پل جوړیږي
د لوګر ولایت سیمه ییز چارواکي وایي د ازرې ولسوالۍ په جانوخېل کلي کې د «۲۳ میلیونه» افغانیو په لګښت د یوه موټررو پل د جوړولو چارې پيل کیږي.
ددغه ولایت د والي ویاند صدیق احمد صدیقي مهال راډیو ته وویل، یاد پل د لوګر ولایت د یو شمېر ریاستونو د مسلکي انجنیرانو له لوري طرحه او ډیزاین شوی، چې اوږدوالی یې ۶۳ متره او سور یې ۵ متره دی او ټاکل شوې د یوه کال په موده کې په اساسي او پخې بڼې جوړ شي.
د هغه په خبره، د دې پروژې مالي لګښت د مالیې او د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارتونو له خوا ورکول کېږي او د بشپړېدو سره به یې د ازرې ولسوالۍ د شاوخوا ۲۰ کلیو اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې حل شي.
دغه پل به د تنگ او منګل درې د ازرې ولسوالۍ له مرکز او همدارنګه د پکتیا ولایت له ځاځياریوب ولسوالۍ سره ونښلوي، چې د سیمې د اقتصادي او ټولنیزو فعالیتونو په پیاوړتیا کې به مهم رول ولوبوي.



