
لوګر کې ۱۴ میرمنې له کورني تاوتریخوالي ژغورل شوي
د لوګر ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اوریدو ریاست مسؤولین وایي چې د تېرو دوه اوونیو په ترڅ کې د دغه ولایت په مرکز پل علم او یو شمېر ولسوالیو کې ۱۴ میرمنې د کورني تاوتریخوالي څخه ژغورل شوې دي.
د یاد ریاست مطبوعاتي مسؤول، مولوي عزیز، سلام وطندار راډیو ته وویل چې دغو ښځو ځینو د اوږدې مودې راهیسې د تاوتریخوالي، بندیزونو او د حقخوروۍ له امله له خپلو اساسي او شرعي حقوقو بېبرخې وې، خو د محتسبینو د مداخلې له لارې بېرته خپلو حقونو ته ورسېدې.
نوموړي زیاته کړه چې د امربالمعروف د محتسبینو ټیم په همدې دوه اوونۍ کې د درې جبري نکاحو مخه هم نیولې ده؛ چې دوه یې د مرکز اړوند سیمو او یوه یې د ازرې ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.
مولوي عزیز وایي چې د ښځو د شرعي حقونو خوندیتوب، د کورني تاوتریخوالي مخنیوی او د جبري نکاحو پر ضد جدي مبارزه د دوی د کار له مهمو برخو څخه ده او دغه هڅې به په پرلهپسې توګه روانې وي.



