
لوګر کې په زر بېوزله کورنیو بشري مرستې ووېشل شوې
د سعودي عربستان د پادشاه ملک سلمان خیریه بنسټ له لوري، د توحید مؤسسې په همکارۍ، د لوګر ولایت د مرکز پلعلم او ولسوالیو شاوخوا زر (۱۰۰۰) بېوزله او اړو کورنیو ته بشري مرستې ووېشل شوې.
په لوګر ولایت کې د مرستو د وېش په مراسمو کې د سعودي پادشاه ملک سلمان خیریه بنسټ استازو، د توحید مؤسسې مسؤلینو، د لوګر ولایت چارواکو او د بېوزله کورنیو استازو ګډون کړی و.
د جوړو شوو مراسمو پر مهال د توحید مؤسسې مسؤل، محمد ابراهیم فضلي وویل، دغه مرستې د سعودي عربستان د پادشاه ملک سلمان خیریه بنسټ له لوري، د توحید مؤسسې په همکارۍ، د شاوخوا ۶۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د زر بېوزله او اړو کورنیو ترمنځ ووېشل شوې.
نوموړي زیاته کړه، په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۵ کیلو بوره، ۵ کیلو لوبیا، ۵ لیټره غوړي او ۵ کیلو وریجې ورکړل شوې دي.
بلخوا، د لوګر ولایت مرستیال والي، مولوي محمد انور «دینپرور»، د مرستو د وېش پر مهال وویل، که څه هم دا مرستې د بېوزله کورنیو دوامدارې اړتیاوې نه شي پوره کولای، خو کولی شي چې هغوی ته نوې هیلې ورکړي.
نوموړي پر کورنیو او نړیوالو بنسټونو غږ وکړ چې په لوګر ولایت کې د بېوزله او اړو کورنیو سره دوامدارې مرستې وکړي او د هغوی اړتیاوو ته رسېدنه زیاته کړي.



