نړۍ

اسرائیلو پر ایران برید کړی

د راپورونو له مخې، د اسراییل دفاع وزارت نن اعلان کړی چې پر ایران یې توغندیز برید کړی دی.

فارس خبري اژانس هم راپور ورکړی چې د ایران پلازمېنې تهران په مرکز کې د درېیو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د راپور له مخې، لومړني معلومات ښيي چې څو توغندي د پوهنتون سړک او «د تهران د جمهوریت سیمه» کې لګېدلي دي.

دغه راز، رویټرز خبري اژانس هم د اسراییل د پوځ له قوله راپور ورکړی چې پر ایران یې برید کړی دی.

د اسراییل پوځ ویلي چې د احتمالي غچ اخیستونکو توغندیزو بریدونو د چمتووالي لپاره یې د اسراییل په بېلابېلو سیمو کې د هوايي بریدونو د خطر زنګونه وهلي دي، څو خلک چمتو وساتي.

د دې پېښې د احتمالي مرګ‌ژوبلې او مالي زیانونه په اړه تراوسه معلومات نشته دي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button