
افغانستان خبرونه
امیرخان متقي: اسلامي امارت د تاوتریخوالي پلوی نه دی
د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي خپل ترکي، قطري او عربستاني سیالانو سره ټیلیفوني خبرو کې ویلي، اسلامي امارت د تاوتریخوالي پلوی نه دی او تل یې د تفاهم او متقابل درناوي پر بنسټ د ستونزو حل غوره کړی.
د نوموړي په خبره، دا ډول هڅې هغه وخت پایله ورکولی شي چې مقابل لوری هم د حللارې لپاره عملي او صادقانه اراده وښيي.
د بهرنیو چارو وزیر دې ټیلیفوني خبرو کې زیاته کړې چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو وروستي اقدامات د هېواد د حاکمیت، هوايي حریم او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې په موخه ترسره کړي.
متقي ویلي چې اسلامي امارت له پیله د تاوتریخوالي پلوی نه دی او تل یې د تفاهم او متقابل درناوي پر بنسټ د ستونزو حل غوره کړی



