
لوګر اوسېدونکو پر هېوادوالو غږ وکړ چې د پاکستان پر ضد یو موټی شي
د لوګر لسګونه اوسېدونکي تېره شپه د پلعلم ښار واټونو ته راوتلي او د پاکستان د پوځي رژیم وروستي بریدونه یې غندلي دي.
دوی همداراز د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د غچاخیستونکو عملیاتو ملاتړ اعلان کړی دی.
لاریونوال، چې د ښار په مرکزي واټ کې راټول شوي وو، وویل د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا، ملي حاکمیت او امنیت د دفاع په موخه هر ډول قربانۍ ته چمتو دي او د امنیتي او دفاعي ځواکونو له وروستیو اقداماتو کلک ملاتړ کوي.
دوی ټینګار وکړ چې د افغانستان امنیت او ثبات د ټولو ګډ مسوولیت دی او د هر ډول بهرني ګواښ پر وړاندې به په یو موټي دریځ ودرېږي.
د لاریون یوه ګډونوال، احمد ولید وايي، د هېواد د دفاع په برخه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو هڅې د ستاینې وړ دي او ولس باید د ملي ګټو د خوندیتوب لپاره سره یو موټی شي او د پاکستان د پوځي رژیم پر وړاندې ودرېږي.
د یادونې وړ ده چې د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم خلکو د امنیتي او دفاعي ځواکونو له وروستیو عملیاتو ملاتړ څرګند کړی دی.



