
لوګر کې د کم عمره ځوانانو ترمنځ د فوټسال ژمنۍ سیالۍ ترسره شوې
د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت مسؤلین وایي چې د برهکي برک ولسوالۍ په کچه د ۲۰ کلونو څخه کم عمره ځوانانو ترمنځ د فوټسال ولایتي سیالۍ ترسره او پای ته ورسېدې.
د یاد امریت امر، انجنیر مزمل نعیمزي وایي چې دغه سیالۍ د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د فوټسال فدراسیون په همکارۍ د اته غوره لوبډلو ترمنځ په تېرې یوې میاشتې کې ترسره شوې.
د نوموړي په وینا، د سیالیو په پایلوبه کې د «شیکپوشان» لوبډلې د منظمې او اغېزمنې لوبې په وړاندې کولو سره خپل سیال ته ۴-۲ ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام یې خپل کړ. د «اتلان» لوبډلې بیا د دویم مقام ویاړ ترلاسه کړ.
نعیمزي زیاته کړه چې د دغو سیالیو اساسي موخه د کم عمره ورزشکارانو د ظرفیت لوړول، د لوبغاړو ترمنځ د ښو اړیکو پیاوړتیا، د فوټسال ودې ته زمینه برابرول او په ولسوالیو کې د غوره لوبغاړو پېژندنه ده.
د سیالیو په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته ډالۍ او ستاینلیکونه هم ووېشل شول.



