
د لوګر ولسونو د پاکستان بریدونه وغندل او د هېواد د دفاع ملاتړ یې وکړ
د لوګر ولایت سلګونو اوسېدونکو په مرکز پلعلم ښار کې د یوه لاریون په ترڅ کې پر افغانستان د پاکستان د پوځي رژیم وروستي بریدونه په کلکه وغندل او له افغان امنیتي ځواکونو یې خپل ملاتړ اعلان کړ.
لاریون کوونکو وویل، د پاکستان له لوري د افغانستان د فضایي حریم نقض او پر ملکي سیمو بریدونه د منلو وړ نه دي او دا ډول کړنې د نړیوالو اصولو او د ښه ګاونډیتوب د اړیکو خلاف دي.
دوی ټینګار وکړ چې د خپلې خاورې د دفاع لپاره د افغان امنیتي ځواکونو تر څنګ ولاړ دي او هېڅکله به اجازه ورنه کړي چې د هېواد حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا تر پښو لاندې شي.
لاریونوالو همداراز له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د پاکستان له لوري د افغانستان پر ضد د ترسره کېدونکو بریدونو او د حریم د نقض مخه ونیسي او د دې ډول کړنو پر وړاندې جدي دریځ غوره کړي.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د پاکستان د پوځي رژیم له لوري د هېواد په یو شمېر سیمو کې ملکي کورونه په نښه شوي چې له امله یې ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.



