افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

د لوګر ولایت سیمه‌ییز مسوولین وایي چې د مرکز پل‌علم په ګډون د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې د پسرلنیو نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شوی، چې په ترڅ کې به یې شاوخوا ۴۰۰ زره مثمر او غیر مثمر نیالګي کېنول شي.

د یاد کمپاین د پیل په مراسمو کې د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور دین‌پرور، د بېلابېلو دولتي ادارو رییسانو او یو شمېر قومي مشرانو ګډون کړی و.

په دغو مراسمو کې د لوګر مرستیال والي وویل، د نیالګیو کېنول د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره اغېزمن ګام دی او زیاته یې کړه، چې د نیالګیو په کېنولو سره چاپېریال زرغون او سمسور کېږي او د بېلابېلو ناروغیو د رامنځته کېدو مخه هم نیول کېږي.

بلخوا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیرآقا پیرحبیب‌الرحمن وویل، د دغه کمپاین په لړ کې به د کرنې ریاست، پل‌علم ښاروالۍ، د چاپېریال ساتنې ریاست او نورو اړوندو ادارو په همکارۍ د مرکز پل‌علم په ګډون د لوګر په ټولو ولسوالیو کې شاوخوا ۴۰۰ زره مثمر او غیر مثمر نیالګي کېنول شي.

نوموړي له خلکو وغوښتل چې په دې کمپاین کې فعاله ونډه واخلي او د هوا د ککړتیا د مخنیوي تر څنګ د چاپېریال په زرغونتیا کې هم مرسته وکړي.

د یادونې وړ ده، چې تېر کال هم د همدې ادارو په ګډه همکارۍ په لوګر ولایت کې شاوخوا ۲۵۰ زره مثمر او غیر مثمر نیالګي کېنول شوي وو.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button