
لوګر کې د ۳۰۰ قاریانو ترمنځ د قرآنکریم د حسن قرأت سیالۍ ترسره شوې
لوګر ولایت کې د لومړي ځل لپاره د ۳۰۰ ښځینه او نارینه قاریانو ترمنځ د قرآنکریم د ترتیل او حسن قرأت سیالۍ د «اقرا» تر نوم لاندې د مهال راډیو له لوري ترسره شوې.
د یادو سیالیو د پای مراسمو کې د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي فیضالله جوهري، د سوداګرۍ خونې رئیس مولوي یعقوب مهمند، د امنیه قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس، د یو شمېر ادارو استازو، علماوو، قومي مشرانو او د مهال راډیو کارکوونکو ګډون کړی و.
د مهال راډیو مسؤول خان ولي احمدزي غونډې ته وویل، دغه سیالۍ د روژې مبارکې میاشتې د فضیلت او برکت په پار د یوه نوښت په توګه په لاره اچول شوې وې، چې په کې ۳۰۰ ښځینه او نارینه قاریانو ګډون کړی وو.
د نوموړي په وینا، دا سیالۍ د یوې میاشتې په موده کې په بشپړ شفافیت ترسره شوې او له ګډونوالو څخه لس تنه – پنځه ښځینه او پنځه نارینه – د لوړو نمرو په ترلاسه کولو سره د غوره قاریانو په توګه وپېژندل شول.
احمدزي زیاته کړه، دا ډول دیني، فرهنګي او علمي پروګرامونه به یوازې یوې میاشتې یا یوې سیالۍ پورې محدود نه وي، بلکې په راتلونکو کلونو کې به هم دوام ومومي، څو ځوان نسل له قرآنکریم سره لا نږدې شي.
بلخوا د مهال راډيو «اقرا» پروګرام مسؤول قاري مسعود پوپلزي وویل، دا سیالۍ د یوې میاشتې په موده کې ترسره شوې او له لومړي تر لسم مقام پورې مخکښو قاریانو ته ځانګړې ډالۍ او ستاینلیکونه ورکړل شول.
په همدې حال کې د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي فیضالله جوهري وویل، مهال راډیو د سویل ختیځ زون په کچه یو مهم نوښت کړی او د قرآنکریم د تلاوت او ترتیل دغه رقابتي سیالۍ یې په لاره اچولې دي.
هغه زیاته کړه، دا پروګرام یوازې یوه سیالي نه وه، بلکې د قرآنکریم د مینې د پیاوړتیا، د اسلامي ارزښتونو د ودې او د دیني فرهنګ د پراختیا لپاره یو مهم ګام دی.
جوهري همدارنګه ډاډ ورکړ چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست او نورې ولایتي ادارې به د ورته دیني او فرهنګي پروګرامونو د جوړېدو په برخه کې د مهال راډیو ملاتړ ته دوام ورکړي.
د غونډې په پای کې د سیالیو له ګډونوالو څخه پنځه ښځینه او پنځه نارینه قاریان د غوره قاریانو په توګه اعلان شول او د هڅونې په موخه پرې ډالۍ او ستاینلیکونه هم ووېشل شول.



