
لوګر کې د ۹ ولایتونو ترمنځ د کونګ فو ورزشي سیالۍ پیل شوې
په لوګر ولایت کې د کونګ فو ورزشي سیالۍ د بدني روزنې او ورزش آمریت او د هېواد د کونګ فو فدراسیون په همکارۍ پیل شوې، چې شاوخوا ۱۳۰ ورزشکاران پکې د لوګر په ګډون د نهو ولایتونو استازیتوب کوي او سیالۍ به یوه اونۍ دوام وکړي.
د لوګر د بدني روزنې او ورزش آمر، انجنیر مزمل نعیمزي مهال راډيو ته وویل، چې په دغو سیالیو کې د نهو ولایتونو ورزشکارانو ګډون کړی دی.
د کونګ فو فدراسیون عمومي مسوول، استاد حبیبالله فایزي، د دغو سیالیو موخه د ورزشکارانو هڅول، د ولایتي لوبډلو ترمنځ د یووالي پیاوړتیا او د مخکښو لوبغاړو پېژندل وبلل.
ورزشکارانو استاد عبدالولي اشرفي او عبدالفتاح سلطاني هم د ورته سیالیو جوړول د ورزشکارانو د هڅونې او د غوره استعدادونو د موندلو لپاره مهم وبلل او ویې ویل، چې لوګر په دې وروستیو کې د بېلابېلو ورزشي څانګو د زون او هېواد په کچه د مهمو سیالیو کوربه پاتې شوی دی.
د غزني ولایت یوه ګډونوال، سید ذبیحالله کاظمي، وویل چې دا ډول سیالۍ د ورزشکارانو د هڅونې او ورزشي پرمختګ لپاره مهمې دي.
د یادونې ده چې د کونګ فو فدراسیون تر دې وړاندې هم ورته سیالۍ ترسره کړې دي.



