افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې د کوچني اختر پر مهال څه باندې ۱۳ زره کسانو له تفریحي سیمو لیدنه کړې

د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولان وایي، د کوچني اختر په ورځو کې له ۱۳ زرو څخه ډېرو کورنیو سیلانیانو د دغه ولایت له تفریحي سیمو لیدنه کړې ده.

د یاد ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمر، محمدګل تسل، په پل‌علم کې خبریالانو ته وویل چې د اختر په ورځو کې شاوخوا ۱۳ زره او ۶۰۰ کورنیو سیلانیانو د لوګر د بېلابېلو تفریحي سیمو لکه دره مولانا صاحب، آبتک، آب‌پران، سرخاب، تنګي واغجان، سجاوند، دوبندي، التمور، اسپیست، د ازرې ځنګلونو او د میرآبدال بابا له تفریحي سیمې څخه لیدنه کړې ده.

د نوموړي په وینا، ډېری سیلانیان د ګاونډیو ولایتونو اوسېدونکي وو چې د اختر په ورځو کې لوګر ته راغلي او د دې ولایت له ښکلې طبیعت او خوږې هوا څخه یې خوند اخیستی دی.

تسل همداراز له پانګه‌والو وغوښتل چې د لوګر په تفریحي سیمو کې د اسانتیاوو برابرولو لپاره پانګونه وکړي، څو هم د سیلانیانو لپاره ښه خدمتونه برابر شي او هم د عوایدو او کاري فرصتونو زمینه برابره شي.

د مسوولانو په وینا، په وروستیو کلونو کې د لوګر د تفریحي سیمو پر لور د سیلانیانو پام زیات شوی او هر کال د لیدونکو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button