افغانستان خبرونهسپورټلوګر

لوګر کې د ۴۰۰ زره ډالرو په ارزښت یو عصري ورزشي کمپلیکس پرانیستل شو

 د لوګر ولایت د مرکز پل‌علم اړوند د کلنګار په سیمه کې د «مجتمع ورزشي کلنګار» په نوم یو عصري ورزشي کمپلیکس د شاوخوا ۴۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د دغه ورزشي کمپلیکس د پرانیستې په مراسمو کې د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور «دین‌پرور»، د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله «وثیق»، د یو شمېر ادارو ریسانو او ورزشکارانو ګډون کړی و.

د لوګر د بدني روزنې او ورزش آمر انجنیر مزمل «نعیم‌زي» وویل، دغه ورزشي کمپلیکس د ملي سوداګر حاجي رومل «اکرم‌یار» له لوري د څه باندې ۴۰۰ زره امریکایي ډالرو په شخصي لګښت جوړ شوی دی.

د نوموړي په وینا، یاد کمپلیکس پر یو جریب او دوو بسوو ځمکه د اتو میاشتو په موده کې د عصري او نړیوالو معیارونو له مخې جوړ شوی او د بېلابېلو ورزشي رشتو لپاره ځانګړي صالونونه او اړینې اسانتیاوې لري.

د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور «دین‌پرور» د یادې پروژې د پرانیستې پر مهال وویل، د اسلامي امارت اداره د هغو بنسټیزو پروژو ملاتړ کوي چې د ځوانانو په فکري او جسمي وده کې مرسته کوي. هغه له ملي سوداګرو وغوښتل چې په هېواد کې دننه پانګونه زیاته کړي او د ځوانانو لپاره د کار او ورزش زمینه برابره کړي.

بلخوا د لوګر یو شمېر ورزشکارانو هم د دغه ورزشي کمپلیکس له جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې د دې معیاري ورزشي مرکز په جوړېدو سره به د لوګر ورزشکاران مناسب ځای ولري څو خپل تمرینات ترسره کړي، د هغوی د وړتیاوو کچه لوړه شي او د ورزشکارانو ترمنځ به لا ښه همغږي رامنځته شي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button