افغانستان خبرونه

کابل کې د افغانستان او مرکزي اسیا هېوادونو لومړۍ مشورتي غونډه وشوه

د افغانستان او مرکزي اسیا هېوادونو ترمنځ لومړۍ مشورتي غونډه د یکشنبې په ورځ د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په نوښت او د ازبیکستان، قرغیزستان، ترکمنستان، تاجیکستان او قزاقستان د لوړپوړو چارواکو په ګډون کابل کې ترسره شوه.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وایي، دا غونډه د سیاسي تعامل د پیاوړتیا، د نوو فرصتونو د موندنې، د سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا او د ډیپلوماتیکې همغږۍ د ټینګښت په موخه جوړه شوې.

«دغه ناسته پر اساسي موخو تمرکز لري چې د اسلامي امارت او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ سیاسي خبرې او ډیپلوماتیک همغږي پیاوړې کړي، د افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ نوې فرصتونه وپیژني، په سیمه‌ییزه کچه همکارۍ پراخه کړي په اقتصادي محور چوکاټ کې، او د سیمه‌ییزو تحولاتو په اړه نظرونه تبادله کړي ترڅو د ثبات او پایدارې ودې پیاوړتیا یقیني شي.»

متقي په دې غونډه کې د اسلامي امارت په بهرني سیاست کې د مرکزي اسیا هېوادونو ځانګړي ځای ته په اشارې سره، د دغو هېوادونو له استازو وغوښتل چې د ورته غونډو دوام یقیني کړي.

هغه همداراز د داعش ډلې ګواښ، د نشه‌یي توکو قاچاق او پولې‌اوړې جرمونه د دواړو لورو ګډې امنیتي اندېښنې وبللې.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت مسوولانو په دغه غونډه کې ټینګار کړی چې د ګډو امنیتي ننګونو او اندېښنو په نظر کې نیولو سره، اړتیا ده چې د افغانستان او مرکزي اسیا هېوادونو ترمنځ پر یوه همغږي امنیتي تګلارې خبرې وشي.

د یاد وزارت د درېیم سیاسي ریاست رییس، ذاکر جلالي وایي: «د اسلامي امارت له اقتصاد محوره سیاست او چلند څخه په الهام اخیستو، دا هڅې د دې لپاره دي چې د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ پر ګډو فرصتونو، سیاسي، امنیتي، اقتصادي او کلتوري ګډو موخو بحث او مشورې وشي.»

اسلامي امارت هیله څرګنده کړه چې د افغانستان او د مرکزي اسیا هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه به په راتلونکو درېیو تر څلورو کلونو کې تر ۱۰ میلیارده ډالرو پورې لوړه شي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button