افغانستان خبرونهلوګر

لوګر روغتیايي مرکزونو سره د ۳۰۰ زره ډالرو په ارزښت د درملو او طبي وسایلو مرسته وشوه

 د لوګر ولایت سیمه‌ییز چارواکي وایي چې د UNICEF له لوري د دغه ولایت روغتیايي مرکزونو سره د ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت درمل او طبي تجهیزات مرسته شوې ده.

د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسؤلین وایي، په دې مرسته کې انټي‌بیوټیک، عاجل درمل، انلجزیک، مقوي درمل، لابراتواري توکي، جراحي وسایل او نور اړین طبي مواد شامل دي.

د دغه ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر محمدزرک «ځیرک» پل‌علم کې یوې غونډې ته وویل، یاد درمل او تجهیزات د عامې روغتیا ریاست په همغږۍ د راتلونکو درېیو میاشتو د اړتیاوو له مخې چمتو شوي دي.

د نوموړي په وینا، د دغو توکو وېش به د روغتیايي خدماتو د ښه‌والي، د ساري ناروغیو د کنټرول او د بیړنیو پېښو د مدیریت په برخه کې مهم رول ولوبوي.

چارواکي وایي، تر دې وړاندې هم د لوګر د روغتیايي سکتور د پیاوړتیا لپاره ورته مرستې شوې دي، څو خلکو ته پر وخت او معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button