افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې ۸ کسان د بېلابېلو غلاوو په تور نیول شوي

د لوګر ولایت امنیه قوماندانۍ مسؤلین وایي چې د دغه ولایت په محمداغې ولسوالۍ او مرکز پل‌علم کې اته کسان د بېلابېلو غلاوو په تور نیول شوي دي.

د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند، مولوي احمدالله انس، مهال راډیو ته وویل چې یاد کسان له هستوګنیزو کورونو، هټیو او سوداګریزو مارکېټونو څخه د نغدو پیسو، موبایلونو او یو شمېر قیمتي توکو د غلا په تور نیول شوي دي.

د هغه په وینا، له نیول شویو کسانو څخه دا مهال پلټنې روانې دي او له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شي.

انس د لوګر له اوسېدونکو وغوښتل چې د امنیت د ټینګښت او د غلاوو د مخنیوي په برخه کې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button