افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې د قانوني اسنادو نه لرونکي موټر نیول کېږي

د لوګر ولایت د امنیې قومندانۍ د ټرافیکو مدیریت مسؤلین وایي، هغه وسایط چې قانوني اسناد ونه لري یا یې اسناد له وخته تېر شوي وي، نیول کېږي.

د یادې ادارې مطبوعاتي مسؤل ګل محمد همتي مهال راډیو ته وویل چې د لوګر په مرکز پل‌علم ښار او یو شمېر ولسوالیو کې د وسایطو د قانوني اسنادو د څارنې لپاره چک او کنټرول روان دی.

د هغه په وینا، د تېرې ورځې راهیسې د پل‌علم ښار اړوند د شش قلعه سیمه کې د موټرو د تلاشي او څارنې لپاره چک‌پاینټ جوړ شوی، چې تر دې دمه لسګونه هغه موټر درول شوي چې قانوني اسناد یې نه لرل او غوښتل یې ښار ته داخل شي.

همتي له ټولو موټرچلوونکو وغوښتل چې د خپلو وسایطو قانوني اسناد بشپړ کړي، د موټر چلولو قانوني جواز (لایسنس) واخلي او که د وسایطو اسناد یې له وخته تېر شوي وي، ژر تر ژره یې نوي کړي، څو له قانوني ستونزو سره مخ نه ش

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button