
لوګر نوي مرستیال والي او امنیه قوماندان په دنده پيل وکړ
د لوګر ولایت مقام کې په جوړو شوو مراسمو کې د دغه ولایت لپاره نوي ټاکل شوي مرستیال والي او امنیه قوماندان رسماً خپلو دندو ته معرفي شول.
په دغو مراسمو کې د لوګر والي قاري صلاحالدین ایوبي، د میدان وردګو والي الحاج ملا خیرالله خیرخواه، د ملکي او نظامي ادارو مسؤلینو، قومي مشرانو او مخورو ګډون کړی و.
د لوګر والي قاري صلاحالدین ایوبي د خبرو پر مهال وویل، ادلون او بدلون د نظام اصل دی او هر هغه څوک چې په یوه دنده ګومارل کېږي، باید د ولس خدمت ته ژمن واوسي.
هغه له نوي مرستیال والي او نوي امنیه قوماندان څخه وغوښتل، چې د ولس او نظام ترمنځ د شته یووالي د پیاوړتیا لپاره جدي هڅې وکړي او خلکو ته رښتینی خدمت وړاندې کړي.
په همدې حال کې د لوګر لپاره نوي ټاکل شوي مرستیال والي، مولوي انعامالله صلاحالدین وویل، هڅه به وکړي چې د ولس ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي او دردېدلي ولس ته په اخلاص خدمت ترسره کړي.
بلخوا د میدان وردګو والي الحاج ملا خیرالله خیرخواه په خپلو خبرو کې وویل، اسلامي نظام د ډېرو قربانیو او ستونزو په پایله کې ترلاسه شوی او ساتنه یې د ټولو مسلمانانو ګډ مسؤلیت دی.
د یادونې وړ ده، چې مولوي انعامالله صلاحالدین د لوګر د نوي مرستیال والي او ملا فریدالله قیام د نوي امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوي دي.



