افغانستان خبرونهرسنۍلوګر

اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال: د رسنیو او خبریالانو ستونزو ته به جدي رسېدنه وشي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت اداري مرستیال مولوي قدرت الله جمال لوګر ولایت ته د خپل رسمي سفر پر مهال د دغه ولایت له خبریالانو، د محلي رسنیو له مسؤلینو او د رسنیو له استازو سره د هغوی د ستونزو او ننګونو په تړاو ځانګړې ناسته ترسره کړه.

په یاده ناسته کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال او مل پلاوي ترڅنګ، د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ثواب جان اسلامیار، د محلي رسنیو مسؤلینو او یو شمېر خبریالانو ګډون کړی و.

د غونډې پر مهال د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ولایتي استازي او د مهال راډیو مسؤل خان ولي احمدزي د لوګر ولایت د خبریالانو او محلي رسنیو ستونزې، ننګونې او اړتیاوې په تفصیلي ډول مطرح کړې.

هغه وویل، چې د لوګر محلي رسنۍ او خبریالان له ګڼو ستونزو سره مخ دي، چې پکې معلوماتو ته د لاسرسي محدودیتونه، اقتصادي مشکلات، د برېښنا لوړه بیه ، د رسنیو پر وړاندې لوړې مالیې، د خبریالانو او دولتي ویاندویانو د ظرفیت لوړونې اړتیا، محلي رسنیو ته د دولتي اعلاناتو نه ورکول، او د آزادو رسنیو د ملاتړ په برخه کې موجود خنډونه شامل دي.

احمدزي ټینګار وکړ، چې رسنۍ د عامه پوهاوي، د ولس او حکومت ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او د ټولنیزو ستونزو د انعکاس په برخه کې مهم رول لري، خو د اقتصادي ستونزو، تخنیکي امکاناتو د کمښت او محدودو سرچینو له امله د دوام له جدي ګواښ سره مخ دي.

هغه له اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه وغوښتل، چې د هېواد په کچه د خبریالانو او رسنیو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي او د حل لپاره یې عملي، اغېزمن او دوامدار اقدامات ترسره کړي.

په همدې حال کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت اداري مرستیال مولوي قدرت الله جمال د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې یاد وزارت د هېواد په کچه د ټولو رسنیو او خبریالانو ملاتړ ته ژمن دی.

نوموړي زیاته کړه، چې اطلاعاتو ته د لاسرسي اسانتیا، د خبریالانو او دولتي ویاندویانو د ظرفیت لوړونه، او د دولتي ادارو له لوري محلي رسنیو ته د اعلاناتو د ورکړې په برخو کې به عملي ګامونه پورته شي، څو محلي رسنۍ وکولای شي خپل فعالیتونه په اغېزمن او دوامدار ډول پرمخ یوسي.

د ناستې پر مهال د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ثواب جان اسلامیار او د یو شمېر محلي رسنیو مسؤلینو هم د یادو ستونزو شتون تایید کړ او له اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه یې وغوښتل، چې د محلي رسنیو د پیاوړتیا، دوام او د خبریالانو د ملاتړ لپاره بیړني او عملي اقدامات ترسره کړي.

 

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button