
د مهال راډیو د «انورالقران» خپرونې له لارې سل تنه زده کوونکي د تجوید له شپږ میاشتنیو زده کړو فارغ شول
د مهال راډیو د «انورالقران» تعلیمي خپرونې له لارې سل تنه زده کوونکي د تجوید له شپږ میاشتنیو زده کړو په بریالیتوب فارغ شول.
په همدې مناسبت د مهال راډیو په دفتر کې جوړو شوو مراسمو کې د راډیو مسؤلینو او کارکوونکو ترڅنګ یو شمېر دیني علماوو، قومي مشرانو، د زده کوونکو والدینو او د سیمې مخورو ګډون کړی و.
د «انورالقران» خپرونې مسؤل قاري مسعود پوپلزي د غونډې پر مهال وویل، چې د درې سوه ګډونوالو له ډلې سل تنه زده کوونکي او قاریان د تجوید له شپږ میاشتنیو زده کړو په بریالیتوب فارغ شول.
نوموړي زیاته کړه، د مهال راډیو اداره هڅه کوي، څو په راتلونکو شپږو میاشتو کې هم سلګونه نورو زده کوونکو ته د تجوید، قرائت او د نبي کریم ﷺ د سیرت زده کړو زمینه برابره کړي.
بلخوا د مهال راډیو مسؤل خان ولي احمدزي د راډیو له لارې زده کړې د ټولنې د علمي ودې او عامه پوهاوي لپاره مهمې وبللې او ویې ویل، مهال راډیو دا مهال د «ښوونځي غږ» په نوم د راډیویي زده کړو له لارې سلګونه زده کوونکو ته د لیک لوست او زده کړو اسانتیاوې برابرې کړې دي.
احمدزي وویل، د راډیو له لارې زده کړه د ټولنې د پوهاوي او علمي پرمختګ یوه اغېزمنه وسیله ده، چې په ځانګړي ډول لرې پرتو سیمو کې خلکو ته د تعلیمي، دیني او ټولنیزو معلوماتو د رسولو مهم رول ترسره کوي.
د هغه په وینا، راډیو د کم لګښت، اسانه لاسرسي او پراخ پوښښ له امله د زده کړو د پراختیا لپاره اغېزمنه وسیله ګڼل کېږي.
په ورته مهال، د لوګر ولایت یو دیني عالم او استاد محمد شریف د مهال راډیو د تعلیمي او ټولنیزو خپرونو ستاینه وکړه او ویې ویل، دغه رسنۍ د لوګر د ولسونو رسا غږ او د ځوانانو لپاره یو مهم تعلیمي مرکز ګرځېدلې ده.
هغه زیاته کړه، چې د لوګر ولایت په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې سلګونه ښځینه او نارینه زده کوونکي د مهال راډیو له لارې بېلابېلې دیني او عصري زده کړې ترلاسه کوي.
نوموړي د مهال راډیو له مشرتابه او کارکوونکو وغوښتل، څو خپلو تعلیمي پروګرامونو ته لا پراختیا ورکړي او د ځوان نسل د روزنې او پوهاوي لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.



