
لوګر پوهنتون کې دوه ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
د لوګر سیمهییز چارواکي وایي، د لوګر پوهنتون لپاره د معیاري خوړنځای او کنفرانس تالار ودانۍ د شاوخوا ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
دغه رغنیزې پروژې د لوګر ولایت د ځایي ادارې مسؤلینو، د پوهنتون رهبرۍ، استادانو او زدهکړیالانو په حضور کې پرانیستل شوې.
د لوګر پوهنتون رئیس، مفتي ضیاالاحمد صارم، د پرانیستې مراسمو ته وویل چې خوړنځای په دوو پوړونو او د کنفرانس تالار په یوه پوړ کې د لوړو زدهکړو وزارت له لوري د تېر یوه کال په موده کې جوړ شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، نوی جوړ شوی خوړنځای د ۴۰۰ زدهکړیالانو او د کنفرانس تالار د ۵۰۰ کسانو د ځایولو ظرفیت لري، چې له امله به یې د محصلینو لپاره مناسب او معیاري چاپېریال رامنځته شي.
د لوګر مرستیال والي، مولوي انعامالله صلاحالدین، د دغو پروژو بشپړېدل د لوګر پوهنتون د پراختیا او د لوړو زدهکړو د پیاوړتیا په برخه کې مهم پرمختګ وباله. نوموړي وویل، اسلامي امارت د علمي بنسټونو ودې او د زدهکړو د کیفیت لوړولو ته ځانګړې پاملرنه کوي.
همدارنګه د پکتیا مرستیال والي، مولوي محمد انور دینپرور او د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس، مولوي ثوابجان اسلامیار، د علم او پوهې پر ارزښت، د هېواد په پرمختګ کې د ځوانانو پر ونډې خبرې وکړې.
دوی له زدهکړیالانو وغوښتل چې له شته فرصتونو څخه په اغېزمنه توګه ګټه واخلي او د هېواد د روښانه راتلونکي لپاره خپلو زدهکړو ته لا ډېره پاملرنه وکړي.
د یادونې وړ ده چې دا مهال په لوګر پوهنتون کې د داخلي سړکونو د جوړولو ترڅنګ د یو شمېر نورو پرمختیايي او رغنیزو پروژو چارې هم روانې دي، چې په بشپړېدو سره به یې د پوهنتون تدریسي او خدماتي اسانتیاوې لا پراخې او پیاوړې شي.



