
لوګر کې د یو میلیون ډالرو په لګښت د کرومایټ ډبرو د پروسس فابریکه پرانیستل شوه
د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ په صنعتي ښارګوټي کې د شاوخوا یو میلیون امریکايي ډالرو په پانګونې د کرومایټ ډبرو د پروسس نوې فابریکه پرانیستل شوه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده فابریکه د «میتال مایننګ یوکه» شرکت له لوري جوړه شوې، چې د ورځې د نږدې ۵۰۰ ټنه کرومایټ ډبرو د پروسس وړتیا لري. د فابریکې د پرانیستې په مراسمو کې د لوګر ولایتي ادارې ملکي او نظامي چارواکو، د کانونو او پټرولیم وزارت استازو او د خصوصي سکټور مسؤلینو ګډون کړی و.
د لوګر مرستیال والي الحاج شیخ انعامالله «صلاحالدین» د مراسمو پر مهال وویل، چې لوګر د کانونو په برخه کې د پانګونې لپاره پراخ فرصتونه لري او له ملي پانګوالو یې وغوښتل چې په دغه ولایت کې پانګونه وکړي او د خلکو لپاره د کار زمینه برابره کړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت د فلزي کانونو د تطبیق رئیس انجنیر ابوبکر «امیني» وویل، چې نوې فابریکه په پرمختللو تجهیزاتو سمبال ده او د هېواد دننه به د کرومایټ ډبرو د پروسس او ارزښت لوړونې په برخه کې مهم رول ولوبوي.
بلخوا د لوګر د کانونو او پټرولیم رئیس مولوي سیفالله «حنفي» څرګنده کړه، چې لوګر د کرومایټ ډبرو له بډایو زېرمو برخمن ولایت دی او دا مهال په دغه ولایت کې د پنځو نورو کانونو د استخراج چارې هم روانې دي.
د محمدآغې ولسوال مولوي محمد دیدان «صابر» او د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ثوابجان «اسلامیار» د فابریکې پرانیسته د سیمهییز اقتصادي پرمختګ او د کاري فرصتونو د زیاتوالي په برخه کې مهم ګام وباله او د شرکت له مسؤلینو سره یې د بشپړې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
په همدې حال کې د میتال مایننګ شرکت مرستیال فخرالدین د ولایتي ادارې له همکارۍ مننه وکړه او ویې ویل، چې شرکت به د هېواد د اقتصادي ودې او بیارغونې په موخه له شته فرصتونو څخه اغېزمنه ګټه پورته کړي.
د یادونې وړ ده چې د کرومایټ ډبرو د پروسس د دې فابریکې پرانیستل د کانونو د سکتور د پراختیا، د خامو موادو د ارزښت لوړونې او د سیمې د اوسېدونکو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې مهم پرمختګ بلل کېږي.



