
فطرت: د پاکستان پوځي رژیم په بریدونو کې ۳۶ کسان شهیدان او ۱۶۳ نور ټپیان شوي
د اسلامي امارت مرستیال ویاند وایي، په پکتیکا، پکتیا او کونړ ولایتونو کې د پاکستان پوځي رژیم د تېرې شپې هوایي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۶ کسان شهیدان او ۱۶۳ نور ټپیان شوي دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د پاکستان پوځي رژیم تېره شپه د پکتیا پر څمکنیو، د پکتیکا پر ګیان او د کونړ پر مرورې ولسوالیو هوایي بریدونه کړي دي.
هغه زیاته کړې: «د پکتیا څمکنیو ولسوالۍ اړوند مندوخېلو کلي کې پر یوه ملکي کور پاکستاني جیټ الوتکو د بمبار په نتیجه کې د کور یو سپینږیری او یو ماشوم شهیدان او نور غړي یې ټپیان شوي خو کله چې یې د ژغورنې لپاره د کلي خلک راټول شوي، دویم ځل بمبار شوی چې ٢٨ کلیوال پکې شهیدان شوي او ١٥٨ نور ټپیان شوي.»
د هغه د معلوماتو له مخې، د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ اړوند په ولوست کلي کې د یوه کس کور بمبار شوی چې د ښځو او ماشومانو په ګډون پکې شپږ کسان شهیدان شوي دي.
فطرت لیکلي، د کونړ مرورې ولسوالۍ اړوند په برولو کلي کې د یوه ملکي کس کور بمبار شوی چې ځاني تلفات نه لري خو کور یې بشيړ ویجاړ شوی او مالي زیان وراوښتی دی.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند لیکلي، د تېرې شپې په بریدونو کې تر دې مهاله ټول ۳۶ عام وګړي چې ماشومان او ښځې هم پکې دي، شهیدان او ١٦٣ نور ټپیان شوي دي.



