
لوګر څرخ ولسوالۍ کې فرهنګي او ادبي ناسته جوړه شوه
د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ په مولانا درې تفریحي سیمه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي، د وزارت د یو شمېر رئیسانو، ولایتي مسؤلینو، قومي مشرانو، ادیبانو او شاعرانو په ګډون فرهنګي او ادبي ناسته جوړه شوه.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ثواب جان اسلامیار په دې ناسته کې وویل، په وروستیو کلونو کې په لوګر کې فرهنګي او ادبي فعالیتونه پراخ شوي او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د شاعرانو او فرهنګیانو له ملاتړ سره دغه بهیر لا پیاوړی شوی دی.
د څرخ ولسوالۍ قومي مشر ملک عبدالسمیع د مولانا درې تاریخي او فرهنګي ارزښت ته په اشارې وویل، یاده سیمه د هېواد د ګڼو علماوو، ادیبانو او نومیالیو شخصیتونو ټاټوبی دی او د سیاحت د ودې لپاره لا زیاتو اسانتیاوو ته اړتیا لري.
بلخوا د هرات ولایت اوسېدونکي سیاح سید سجاد سادات وویل، د ډاډمن امنیت له امله یې د هېواد له بېلابېلو سیمو وروسته د لوګر د څرخ ولسوالۍ مولانا درې ته هم سفر کړی او د سیمې طبیعي ښکلا یې ستایلې ده.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي وویل، مولانا درې د هېواد له مهمو تاریخي او طبیعي سیمو څخه ده او د مولانا یعقوب چرخي په څېر د سترو علمي شخصیتونو له امله ځانګړی فرهنګي ارزښت لري.
نوموړي زیاته کړه، د دې تاریخي او فرهنګي سیمې د ساتنې، پراختیا او معرفي کولو لپاره به هڅې دوام ولري.
د غونډې په پای کې شاعرانو او ترنم کوونکو خپل ادبي او هنري اثار ګډونوالو ته وړاندې کړل.
د یادونې وړ ده چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسؤلینو د خپل سفر پر مهال د مولانا یعقوب چرخي له نظر ځای، د سپه سالار غلام حیدر خان چرخي او شاه صاحب محراب له تاریخي آبداتو څخه هم لیدنه وکړه.



