افغانستان خبرونهروغتیالوګر

لوګر کې د ۱۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د یوه روغتیايي مرکز د جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسؤلین وایي، د دغه ولایت د برکي برک ولسوالۍ د توریخېلو سیمې د روغتیايي خدمتونو د پراختیا په موخه، د نږدې ۱۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د یوه روغتیايي مرکز د جوړولو چارې پیل شوې.

د لوګر د عامې روغتیا رئیس ډاکټر محمد زرک ځیرک جوړو شویو ته وویل چې دغه روغتیايي مرکز د UNFPA موسسې په مالي ملاتړ او د «کف» مؤسسې له لوري په پاخه او اساسي ډول جوړیږي.

نوموړي زیاته کړه چې د دغه روغتیايي مرکز جوړېدل د مور او ماشوم د مړینې د کچې د راکمولو او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د لوړولو لپاره مهم ګام دی.

د هغه په وینا، یاد مرکز به په یو جریب ځمکه کې د اتو خونو په لرلو سره د راتلونکو شپږو میاشتو په موده کې په پاخه او اساسي ډول جوړ شي او په بشپړو روغتیايي اسانتیاوو به سمبال وي.

د پرانیستې مراسمو ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمدالله زاهد، د سیمې د خلکو قربانۍ وستایلې او ډاډ یې ورکړ چې اسلامي امارت به د خلکو د اساسي اړتیاوو د پوره کولو او د عامه خدمتونو د پراختیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

هغه وویل، لرې پرتو سیمو ته د روغتیايي خدمتونو رسول د حکومت له لومړیتوبونو څخه دي او د روغتیا ترڅنګ د پوهنې، کرنې او نورو برخو د پراختیا لپاره هم هڅې روانې دي.

د برکي برک ولسوالۍ اوسېدونکو هم د دغه روغتیايي مرکز د جوړېدو هرکلی کړی، خو ټینګار یې کړی چې یاد مرکز دې په معیاري ډول جوړ او خلکو ته دې ۲۴ ساعته روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button