
لوګر اطلاعاتو او کلتور ریاست: د محلي رسنیو او خبریالانو هر اړخیز ملاتړ ته ژمن یو
د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس، مولوي ثواب جان اسلامیار، په مشرۍ د اسلامي امارت یوه پلاوي د دغه ولایت له یو شمېر محلي راډیوګانو څخه لیدنه وکړه او د رسنیو د فعالیتونو، لاسته راوړنو او شته ستونزو ارزونه یې وکړه.
د دې لیدنې پر مهال د محلي رسنیو مسؤلینو د معلوماتو د لاسرسي، اقتصادي ستونزو، د جوازونو د تمدید، د خبریالانو د ظرفیت لوړونې او د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ په برخه کې خپلې ستونزې او غوښتنې له پلاوي سره شریکې کړې.
د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رئیس، مولوي ثواب جان اسلامیار، د مهال، زینت، اتحاد، مقدس، ملي پیوند، عینک او ملي راډیو له مسؤلینو سره په کتنه کې وویل، د محلي رسنیو او خبریالانو ملاتړ د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لومړیتوبونو څخه دی او یاد ریاست د رسنیو د پیاوړتیا لپاره هر اړخیزې همکارۍ ته ژمن دی.
هغه زیاته کړه، د رسنیو ستونزې او اړتیاوې یې له نږدې واورېدې او ژمنه یې وکړه چې دغه ستونزې به د حل په موخه له ولایت مقام او د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره شریکې کړي، ترڅو ورته مناسبې حللارې وموندل شي.
د یادونې وړ ده چې دا مهال په لوګر ولایت کې د ملي راډیو ترڅنګ شپږ خصوصي راډیوګانې، دوه چاپي خپرونې او شاوخوا ۵۰ خبریالان په رسنیزو فعالیتونو بوخت دي.



