افغانستان خبرونهلوګر

ترابي: د لوګر سېلاب‌ځپلو کورنیو ته به پر وخت رسېدنه وشي

د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې لوی رئیس، ملا نورالدین «ترابي»، د خپل کاري پلاوي په ملتیا د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ له سېلاب‌ځپلو سیمو څخه لیدنه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د زیانمنو کورنیو د لاسنیوي، د لارو د پاکولو او د زیانونو د جبران لپاره به لازم اقدامات ترسره شي.

په دې سفر کې د ملي ادارې د بېړنیو عملیاتو د مرکز رئیس، ملا سیداحمد «عثماني»، د محمدآغې ولسوالۍ ولسوال، مولوي محمددیدان «صابر»، د لوګر ولایت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي رئیس، قاري نورالله «محمود»، او یو شمېر نورو سیمه‌ییزو مسؤلینو هم ګډون درلود.

پلاوي د محمدآغې ولسوالۍ د زاهدآباد، ګمران، شیرازه، دشتک، سفیدسنګ او د مس عینک کان اړوند سېلاب‌ځپلې سیمې له نږدې وکتلې.

د مسؤلینو په وینا، وروستیو سختو سېلابونو په دغو سیمو کې استوګنیزو کورونو، سړکونو، عامه زیربناوو او کرنیزو سیمو ته درانه مالي زیانونه اړولي او د خلکو ورځنی ژوند یې له ستونزو سره مخ کړی دی.

د لیدنې پر مهال ملا نورالدین «ترابي» وویل، د سېلابونو له امله زیانمن شوي سړکونه، لارې او خوړونه به د سکاوټرونو او نورو درنو ماشینونو په وسیله پاک شي، ترڅو د خلکو د تګ راتګ ستونزې هوارې او په اغېزمنو سیمو کې عادي وضعیت بېرته ټینګ شي.

نوموړي زیاته کړه، د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ملي اداره به د اړوندو دولتي ادارو، مرستندویه بنسټونو او خیریه موسسو په همغږۍ د سېلاب‌ځپلو کورنیو د بېړني لاسنیوي، د بشري مرستو د رسولو او د زیانونو د کمولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د محمدآغې ولسوالۍ د وروستیو سېلابونو له امله ګڼ استوګنیز کورونه، کرنیزې ځمکې، سړکونه او عامه تاسیسات زیانمن شوي، چې له امله یې لسګونه کورنۍ له جدي ستونزو سره مخ شوې دي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button