افغانستان خبرونهلوګر

پل‌علم ښاروالۍ: سږ کال ۳۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي

د پل‌علم ښاروالۍ مسؤلین وایي، چې د روان ۱۴۰۵ کال له پیل څخه تر دې دمه یې له بېلابېلو سرچینو ۳۲ میلیونه افغانۍ ثابت او غیرثابت عواید راټول کړي او د ۹۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د پنځو بنسټیزو پروژو د جوړولو چارې هم روانې دي.

دغه څرګندونې د پل‌علم ښاروالۍ له لوري د روان کال د دوو ربعو د کړنو او ترسره شویو چارو د راپور ورکولو په غونډه کې وشوې. په دې غونډه کې د ګذر وکیلانو، علماوو، ځوانانو او یو شمېر ښاریانو ګډون کړی و.

د پل‌علم ښاروالۍ تخنیکي او مسلکي مدیر، انجنیر عبدالقادر ستانکزي، وویل چې د روان کال له پیل څخه تر دې دمه ۳۲ میلیونه افغانۍ ثابت او غیرثابت عواید راټول شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د روان کال لپاره د ښاروالۍ له لوري د لسو پروژو پلان جوړ شوی، چې له ډلې یې د پنځو پروژو د جوړولو چارې، چې ټولیز لګښت یې ۹۰ میلیونه افغانۍ دی، دا مهال په پل‌علم ښار کې روانې دي.

د پل‌علم ښاروالۍ مسؤلین وایي، چې د روان کال لپاره د درې زره جوازونو د وېش پلان هم لري، چې تر دې دمه یې ۴۰ سلنه پلي شوی دی.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button