
لوګر شکارکلا له روزنیز مرکز څخه سلګونه ځانګړي ځواکونه فارغ شول
د کورنیو چارو وزارت د ځانګړو ځواکونو د لوګر د شکارکلا په روزنیز مرکز کې د فراغت مراسم ترسره شول، چې په کې د کورنیو چارو وزارت او د لوګر ولایت لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و.
په دغو مراسمو کې د لوګر د شکارکلا او بلخ له روزنیزو مرکزونو څخه ۸۰۲ تنه د ساتنمنۍ د اساساتو، مسلکي او اختصاصي زدهکړو له بشپړولو وروسته فارغ شول.
د معلوماتو له مخې، د لوګر د شکارکلا روزنیز مرکز په مراسمو کې ۶۵۳ تنه فارغ شول، چې ۳۶۹ تنه یې د اختصاصي او ۲۸۴ تنه یې د مسلکي دورې زدهکوونکي وو.
دغو فارغانو د ساتنمنۍ د اساساتو او د اختصاصي دورې د شپنیو عملیاتو ترڅنګ، په ډرېورۍ، میډیک، تکتیک، ۲/۴ ثقیلو وسلو، کشفي وړتیاوو لوړونې، مخابرو او پرنټر ترمیم برخو کې زدهکړې ترلاسه کړې دي.
مسوولین وایي، د دغو روزنیزو پروګرامونو موخه د ځانګړو ځواکونو د منسوبینو د مسلکي او اختصاصي وړتیاوو لوړول او د هغوی د دندو د لا اغېزمن ترسره کولو لپاره د اړینو مهارتونو پیاوړتیا ده.
په ورته مهال، د بلخ روزنیز مرکز په فراغت مراسمو کې هم ۱۴۹ تنه د مسلکي او اختصاصي زدهکړو له بشپړولو وروسته فارغ او د فراغت سندونه ورکړل شول.
په دې سره د لوګر د شکارکلا او بلخ له روزنیزو مرکزونو څخه د فارغ شویو ځانګړو ځواکونو ټول شمېر ۸۰۲ تنو ته رسېږي.



