
لوګر کې د لویو باربري موټرو لپاره معیاري تمځای جوړیږي
د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست وایي، د مرکز پل علم اړوند د ویدخ په سیمه کې د ۲۰۰ جریبه امارتي ځمکې پر مخ د لویو باربري موټرو لپاره د «تیر پارک» په نوم د معیاري تمځای د جوړولو چارې پیل شوې دي.
د یاد ریاست د انجینري ټیم د معلوماتو له مخې، د پروژې عملي کار روان دی او د کیفیت د تضمین لپاره یې له نږدې څارنه ترسره کېږي.
د مسؤولینو په وینا، د دغې پروژې ټولیز لګښت شاوخوا ۲۰ میلیونه افغانۍ اټکل شوی، چې د د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت له لوري تمویلېږي.
د معلوماتو له مخې، په دغه تمځای کې به د باربري موټرو د درولو لپاره معیاري اسانتیاوې، اړین تاسیسات او نور ملحقات جوړ شي. مسؤولین باور لري چې د پروژې په بشپړېدو سره به ترانسپورتي خدمتونه ښه شي، د باروړونکو موټرو د تم کېدو ستونزې به حل شي او د ښار ترافیکي ګڼهګوڼه به هم کمه شي.
د لوګر د کور او ښار جوړولو ریاست زیاتوي چې د پروژې چارې د ټاکل شوي پلان له مخې روانې دي او د معیاري تطبیق او کیفیت ساتنې لپاره به یې دوامداره څارنه روانه وي.



