افغانستان خبرونهبیارغونهلوګر

لوګر کې د نهو ښوونځیو د بیارغونې چارې پیل شوې

د لوګر ولایت د پوهنې ریاست مسؤولین وایي، د دغه ولایت د پوهنې ریاست اړوند د یوې اداري ودانۍ او اتو ښوونځیو د بیارغونې چارې پیل شوې دي.

د دغو ودانیو د بیارغونې د چارو د پیل مراسم د کوچیانو په لېسه کې ترسره شول، چې د پوهنې ریاست مالي او اداري مرستیال مولوي عبیدالله هشام، د ښوونې او روزنې مرستیال حافظ شهیدالله اخندزاده او یو شمېر نورو مسؤولینو پکې ګډون کړی و.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب مهال راډیو ته وویل، چې د یادې پروژې ټولیز لګښت ۴.۸میلیونه افغانۍ دی، چې د پوهنې وزارت له بودجې ورکول کېږي.

هغه زیاته کړه، چې په دې پروژه کې د ښوونځیو او اداري ودانۍ د کړکیو، دروازو، دېوالونو او نورو اړوندو برخو رنګول او اساسي ترمیم شامل دي، چې ټاکل شوې چارې یې په څلورو میاشتو کې بشپړې شي.

د عرب په وینا، د دغو ودانیو له بیارغونې سره به نږدې ۱۲ زره زده‌کوونکو ته مناسب درسي چاپېریال برابر شي او د یادو ودانیو یو شمېر موجودې ستونزې به هم هوارې شي.

د لوګر د پوهنې ریاست مالي او اداري مرستیال مولوي عبیدالله هشام د پروژې د پیل په مراسمو کې وویل، چې اوس مهال په دغه ولایت کې ۲۸۹ ښوونځي فعالیت کوي، خو د ۸۲ ښوونځیو ودانۍ بیارغونې او ترمیم ته اړتیا لري.

نوموړي له پوهنې وزارت او مرستندویو ادارو وغوښتل، چې د پاتې ښوونځیو د ودانیو د بیارغونې او ترمیم په برخه کې هم همکاري وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د روان کال په ترڅ کې په لوګر کې د پوهنې وزارت له لوري د یونسف ادارې په مالي ملاتړ د ۴۹ نورو ښوونځیو ودانۍ هم ترمیم شوې دي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button